25/08/2026
له هند سره سیالیو ته په اعلان شوي سکواډ کې له نور رحمن، عبدالله او ننګیال پرته نور ټول هغه لوبغاړي دي چې د نړۍ بېلا بېل لیګونه لوبوي، ځلېدلي، پاخه شوي، د دې فارمټ متخصص شوي او په افغانستان کې دننه او دباندې ورته تقاضا هم ښه ډېره ده. دوی ځانونه ثابت کړي او اوس زموږ کرکټ ورته ضرورت لري.
هر کله چې د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلې ته لوبغاړي غوره کېږي، د غوراوي کمېټه او کپتان مو په همدغو لوبغاړو ملا تړي او پر همدوی یې ټوله تکیه وي. علت یې هم د لمر غوندې روښان دی: اظهر من الشمس.
د یوې ورځنیو لوبو لوبډله مو هم ۸۰فیصد د همدغو متخصصو لوبغاړو څخه جوړه ده.
یوازینی فارمټ، چې د افغانستان د داخلي سیالیو اکثریت غوره لوبغاړي په کې لوبېږي، هغه د فرسټ کلاس (څلور ورځنیو) داخلي لوبو لوبغاړي دي. دوی افغانستان ته د ټست لوبې کوي، چې له بده مرغه افغانستان په ټست کې ښه دریځ هم نه لري.
دوې لنډې پوښتنې:
که دغه لوبغاړي په لیګونو کې لوبېدلي نه وای، ایا افغانستان به داسې ښه لوبډله او لوبغاړي لرلای؟
ایا دا افغان کرکټ ته د لیګونو ګټه بولئ که تاوان؟
زه به پرې بل وخت په ټکټاک کې تفصیلي او اوږد مجلس وکړم.
له هند سره په سیالیو کې د افغانستان د بري دعاوې کوو.