31/10/2019
د دوبې د اقتصادي پرمختيا ادارى له لوړپوړو چارواکو سره ليدنه:
په دوبې کې ميشت د افغانستان اسلامي جمهوريت سوداګريزه اتشه ښاغلي ميوند منګل د دوبې د اقتصادي پرختيا ادارى عمومي مرستيال ښاغلي علي ابراهيم محمد, د دوبې د پانګې اچونې د پرمختيا ادارى اجرائيوي مشر ښاغلي خالد البوم, د دوبې د صادراتو پرختيا ادارې مرستيال اجرائيوي مشر ښاغلي محمد الکمالي او ورسره تخنيکي تيم سره ليدنه ترسره کړه.
د دغې ليدنې موخه د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ د وروستيو سوداګريزي اړيکو د پرمختګونو پربنسټ پر هغو راتلونکو لارو چارو بحث وو، تر څو دا دوه اړخيزې اريکې لا پياوړي او پراخه کړاۍشي.
ښاغلي منګل په دې ليدنه کي څرګنده کړه چې افغانستان د عربي متحده اماراتو لپاره د ډيرو توليدي توکو لکه: مرمر, زعفران, غالۍ, تازه او وچو ميوو له پاره چې ډير اخيستونکي په دوبې کې لري , ترټولو نږدې او ارزانه منبع ده.
په ځواب کې د دوبې د صادراتو ادارى اجرايوى مرستيال ژمنه وکړه چې دوي به افغانستان د عربي متحده اماراتو د وارداتي سرچيونو په اصلي نوملړ کې وساتي. همدارنګه نوموړې اداره چمتو ده تر څو له دوبې څخه د نړۍ هر ګوټ ته د افغانستان د ستراتيژيک صادراتي توکو د بيا صادرولو لپاره لازمې اسانتياوې د افغاني هويت يعني ( Made in Afghanistan ) په تحفظ سره برابرې کړي.
غونډه په دې هوکړې سره پاي ته ورسيده چې راتلونکې تعقيبي غونډې به د افغاني صادررونکو او عربي متحده اماراتو کي ميشت عمده واردونکو تر منځ د دوه اړخيزو ناستو د دايرولو په موخه ترسره کوي.
Meeting with the Senior Officials of Dubai Economic development department:
Mr. Maiwand Mangal, the Commercial Attaché of Afghanistan, met with Mr. Ali Ibrahim Mohammad Deputy Director General of Dubai Economy Department, Mr. Khalid Alboom Deputy CEO of Dubai Investment Development Agency, Mr. Mohammad Al Kamali Deputy CEO of Dubai Exports Agency and their technical team.
The meeting was meant to build on the latest developments in UAE-Afghanistan trade relations and to discuss the way forward towards strengthening and expanding those bilateral ties.
Mr. Mangal highlighted Afghanistan as the affordable and nearby sourcing destination to UAE for many distinctive products including marble, saffron, carpets, dry and fresh fruits which are highly favored across UAE.
The Dubai Export agency responded that they are keen to keep Afghanistan on the list of core sourcing destinations of UAE, meanwhile ready to facilitate the re-export of the mentioned Afghan strategic items from Dubai to elsewhere in the world whilst preserving its identity (Made in Afghanistan).
The meeting was concluded with a consensus to arrange a follow-up bilateral meeting of Afghan exporters with the UAE-based key importers.