03/22/2026
Eid Mubarak and Happy Nowruz
اختر مو مبارک، نوی کال مو مبارک
عید و نوروز تان مبارک
د افغان امریکن کلتوري مرکز د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په ویاړ، د نړۍ په هر ګوډ کې مېشتو ټولو درنو هېوادوالو ته مبارکۍ، نېکې هیلې او پیرزوینې وړاندې کوي
په دې سپېڅلو شېبو کې، له لوی او مهربان الله تعالی څخه هیله مند یو چې ستاسو ټولې روژې، عبادتونه، دعاګانې او اطاعتونه په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي، او ستاسو ژوند له برکت، خوښۍ او سکون څخه ډک کړي
همدارنګه، د نوي کال د رارسېدو په مناسبت، د هېواد دننه او بهر ټولو درنو افغانانو ته د مینې، درناوي او یووالي په احساس، تودې مبارکۍ وړاندې کوو. د پاک رب څخه غواړو چې دا نوی پسرلی دې زموږ د خلکو لپاره د نوو هیلو، مثبتو بدلونونو او روښانه راتلونکي زېرى ولری
د لوی خدای تعالی څخه په درناوي هیله او دعا لرو چې دا مبارک اختر او نوی کال زموږ ګران هېواد ته تلپاتې سوله، ټینګ ثبات، هر اړخیز او دوامدار پرمختګ، هوساینه او پیاوړی ملي یووالی ورپه برخه کړي، او د هېوادوالو په زړونو کې د ورورولۍ، همغږۍ، زغم او متقابل درناوي سپېڅلې روحیه لا نوره هم پیاوړې او ژوره کړي
راځئ چې په دې حساسو او برخلیک ټاکونکو شېبو کې، چې زموږ هېواد له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی، په ګډه لاسونه سره ورکړو، خپل ملي یووالی پیاوړی کړو، او د یو قوي، متحد، سوکاله او روښانه افغانستان د جوړولو لپاره په صداقت او ژمنتیا کار وکړو. زموږ ګران افغانستان دې تل سرلوړی، خپلواک او آباد وي، د سولې او سوکالۍ په لور دې چټک ګامونه واخلي، او د دې سپېڅلې خاورې ټول دښمنان دې د خپلو ناوړه کړنو له امله رسوا او مات شي
افغان امریکن کلتوري مرکز – مرکز فرهنگی افغان امریکن – Afghan American Cultural Center https://share.google/Fm9e832g9CaYb5mf2